په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید شو. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې چې تېره شپه په ژنیو کې جوړه شوې وه، د بېنېټ په ماموریت کې دوه نوي مسوولیتونه چې یو د ماشومانو د حقونو لپاره کار او بل په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو ثبتول او د بشري حقونو نړیوالې شورا ته د هغو وړاندې کول هم ورزیات شول. په افغانستان کې د بشري حقونو د اندېښنې وړ وضعیت په اړه د تېرې شپې غونډې د پرېکړه لیک مسوده اروپايي ټولنې جوړه کړې وه چې امریکا، بریټانیا، جاپان او د اروپايي ټولنې د غړو په ګډون نورو هېوادونو یې ملاتړ وکړ. په دې غونډه کې د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه وویل چې د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ دی. هغه پر نړیوالو غږ وکړ چې دې موضوع ته پاملرنه وکړي.











