د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار وایي حزب اسلامي د افغانستان د نجات او د جگړې د پای ته رسېدو لپاره طرحه جوړه کړې او د هیواد په مسایلو کې ټولو دخیلو خواوو ته یې سپارلې ده. حکمتیار وایي چې دغه طرحه ۷ مادې لري چې لومړۍ یې د ټولو موثرو خواوو د با صلاحیته استازو ترمنځ غونډې او د سلا مشورو ترسره کول دي. نوموړي وویل هېواد کې د داسې یوې شورا جوړیدل اړین دي چې ملي اجماع تمثیل او اساسي قانون رامنځته کړي. حکمتیار ټینگار کړی، چې هیڅ یو شخص، یوه ډله او یو حکومت نشي کولی په یوازې توگه اساسي قانون جوړ کړي. ده وویل اوسنی سرپرست حکومت باید واک د اساسي قانون له مخې یو قانوني حکومت ته وسپاري.












