د ولسمشر دویم مرستیال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر یوه راپور غبرګون ښودلی دی. سرور دانش پر خپله ټوېټر پاڼه ویلي د امریکا د بهرنیو وزارت هغه راپور ناسم دی چې ګواکي شعیه مذهبه هزاره قوم د افغانستان له ۱۰ تر ۱۵ سلنې نفوس تشکیلوي. سرور دانش وایي یاد قوم تر دې ډېر دی او د افغانستان د نفوس ستره برخه تشکیلوي. هغه ویلي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له غیر باوري سرچینو ددغه معلوماتو په ټولولو کې استفاده کړې ده او په وینا یې تر اوسه په افغانستان کې د نفوس په اړه دقیق معلومات او احصایه نشته ده. هغه وایي که د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه اسناد او شواهد لري نو ښه ده چې له خلکو سره یې شریک کړي.
































