اقتصاد وزارت وايي چې د نړیوالې ټولنې له خوا د ا.ا په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې د هېوادونو اقتصاد هم زیانمن کړی دی. د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وایي، چې دغه مسله د هېواد د اقتصاد د زیانمنېدو لامل شوې ده. بل خوا د ا.ا د ویاند مرستیال وایي، چې سرپرست حکومت د ټولو هېوادولو حقونو ته ژمن دی. نوموړی له ا.ا سره د نړۍ تعامل د ټولو لورو په ګټه ګڼي. د ا.ا له بیا واکمنېدو شاوخوا ۱۵ میاشتې کېږي، خو تر اوسه د ګاونډیو هېوادونو په ګډون هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو اوس مهال په افغانستان کې تر لسو ډير هېوادونه ډيپلوماټيک فعالیتونه لري.












