د اروپايي اتحادیې د بهرني سياست مسوول جوزيپ بورل د افغانستان له ځينو ښځينه فعالينو سره کتلي دي. بورل په يوه ټويټ کې ويلي چې په دې کتنه کې یې په سياسي بهير کې د افغان مېرمنو پر ونډې او ګډون بحثونه کړي دي. هغه زياتوي چې له ښځينه فعالينو سره په خبرو کې یې په سياست کې د مېرمنو پر ګډون او هغوی ته د مساوي فرصتونو پر ورکړې ټينګار کړی دی. په ورته مهال د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي توماس نيکلاسن د بورل د ټويټ په بيا خپرولو سره ويلي چې نن به د افغان ښځينه فعالينو په ګډون په بروکسل کې يوه بله غونډه هم جوړه شي چې د افغانستان ښځينه فعالينې به پکې له يو شمېر څېرو سره خبرې وکړي.
































