ا.ا یو ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د یو شمېر هېوادونو اندېښنې بېبنسټه ګڼي او وايي، داسې شواهد نشته چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو لپاره ګواښ وي. دا په داسې حال کې ده چې هند او پاکستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې په دې اړه اندېښنه ښودلې ده. د ا.ا د ویاند مرستیال په هېواد کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو اندېښنې د یادوهېوادونو د ناسمو اطلاعاتو پایله ګڼي او په وینا یې افغانستان د هېڅ هېواد ګټي نه ګواښي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې په غونډه کې د هند او پاکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو اندېښنه ښودلې وه او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي وو چې، په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.
































