د چین او جنوبي آسیا ترمنځ داقتصادي همکاريو او پانګونې د شپږم نندارتون پرانیستغونډې درېيم فورم ته د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د نړۍ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې په ډاډه زړه د خپلې استازولۍ او سفارتونه بېرته افغانستان کې پرانیزي. متقي ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او د نړۍ هېوادونه هم غواړي چې خپلې اقتصادي پروژې افغانستان کې بېرته پیل کړي. نوموړي له نړیوالو وغوښتل چې پر ا.ا باور وکړي او بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي. نوموړی ډاډ ورکوي چې افغانستان د هېوادونو د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، سیمییزه همغږي او د سیمې د هېوادونو نږدې او ګډه همکاري د شته ننګونو یوازینۍ حل لاره ده. د هغه په وینا سیمییزه امنیتي همکارۍ د هېوادونو تر منځ احتمالي امنیتي ګواښونه له منځه وړلی شي.
































