په کابل کې د چين سفير له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د دغه هېواد سفارت امنیت ته پاملرنه لا زیاته کړي. د بهرنیو چارو وزارت وياند په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې پرون په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو وزارت سياسي سره وکتل او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه يې ورسره خبرې وکړې. سرچینه کاږي د چین سفیر په افغانستان کې له سرتاسري امنيت څخه خوښي څرګنده کړه او له ا.ا څخه يې وغوښتل چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت امنیت ته لا زیاته پاملرنه وکړي. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د چین سفیر ته ډاډ ورکړی چې ا.ا به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي او زياته کړې یې ده چې په افغانستان کې د بهرني سياسي استازو د امنیت تأمین د ا.ا لومړیتوب دى. نوموړي د افغانستان له خلکو سره د چین له بشري مرستو څخه د مننې کولو په ترڅ کې له افغانستان سره د اقتصادي اړيکو پر پياوړتيا او پراختیا ټینګار کړی دی.
































