په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې مسوولین وایي چې په راتلونکي میلادي کال کې به د پولیو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه لا زیات قوي کړي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق ادارې یا یونیسف د مسوولینو په وینا، دوی وار له مخه د رسنیو له لارې او ځینو نورو کړنلارو په کارولو سره، سلګونه زره افغانان د پولیو پر وړاندې ګډې مبارزې ته رابللي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره په داسې وخت کې د پولیو په اړه د عامه پوهاوي د نویو پلانونو او کړنلارو خبره کوي، چې لا هم د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ګڼ شمېر خلک د یادې ناروغۍ په اړه پوره معلومات نه لري او د منفي تبیلغاتو ښکار شوي.
































