سپینه ماڼۍ وایي چې د ولسمشر جو بایډن حکومت د افغانانو د مېشتولو د طرحې کلکه ننګه کوي او له کانګرسه یې وغوښتل چې دا طرحه تصویب کړي. امریکا ته د نویو ورغلیو لسګونه زره افغانانو د مېشتولو طرحه دا مهال کانګرس ته استول شوې چې استازي پرې بحث وکړي او منظوره یې کړي. د دغې طرحې د منظورۍ لپاره له څو میاشتو راهېسې یو شمېر افغانانو د کانګرس د ودانۍ مخې ته پرلت پیل کړی دی. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پیري له ګانګرس څخه وغوښتل چې د افغانانو د مېشتولو د طرحې په اړه اقدام وکړي. د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې راهېسې شاوخوا ۸۰ زره افغانان امریکا ته انتقال شوي دي. په دوی کې یې اکثریت د بهرنیو ځواکونو همکاران، د مخکني حکومت کارکوونکي، خبریالان، مدني فعالان او نور شامل دي چې د بشري خواخوږۍ د ویزو په اساس امریکا کې ځای په ځای شوي دي. امریکا کې د کډوالو د حقونو د ملاتړ ادارې هم له کانګرس څخه غوښتي چې دغو افغانانو ته دایمي اقامه ورکړي او د ژوند نور امکانات دې هم ورته برابر کړي.
































