ملګري ملتونه وايي، چې د افغانستان په مرکزي سیمو کې د ښځو او ماشومانو په منځ کې د موسمي ناروغیو د خپرېدو له امله روغتیايي خدمتونو ته اړتیا زیاته شوې ده. ملګري ملتونو ویلي، چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د افغانانو او په ځانګړې توګه ښځو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ټینګار کړی چې اوس مهال د دغه سازمان روغتیايي ټیمونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلکو د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي. د ملګرو ملتونو د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، یوازې په تېره یوه میاشت کې د دغه سازمان شاوخوا ۵۰ روغتیايي ټیمونو په ټول هېواد کې د ښځو په ګډون د ۱۵۶ زره کسانو درملنه کړې ده.
































