د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ښځو د ا.ا له لوري د کاربندیز په اړه ځانګړې غونډه کوي. بي بي سي د ډيپلوماتیکو سرچېنو له قوله ویلي، چې دغه ځانګړې ناسته کې به د ا.ا د هغې پرېکړې په اړه خبرې وشي چې د بشري مرستو په برخه کې فعالې کارکوونکې افغان مېرمنې یې له دندو را ګرځولې دي. رویټرز خبري اژانس ویلي د بندو دروازو شاته دغه ناسته د متحده عرب اماراتو او جاپان په غوښتنه را بلل شوې چې د اماراتي چارواکو په وینا د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه به ترسره شي. دغه راز ټاکل شوې چې په راتلونکو اونیو کې د ملګرو ملتونو د مرستو برخې مشر مارټين ګرېفټس هم افغانستان ته راشي او دلته به د ا.ا له چارواکو سره لیده کاته ولري. د ا.ا له وروستیو پرېکړو وروسته نږدې څلورو لویو مرسته رسوونکو ډلو خپلې چارې ځنډولې دي.
































