د امریکا د کانگرس نظارت کمېټې په افغانستان کې د امریکا جگړې او له دې هېواده د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه نوې څېړنې پیل کړي او له سپینې ماڼۍ، دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت او امنیتي ادارو څخه یې په دې تړاو اسناد غوښتي دي. د کانگرس د نظارت کمېټې جمهوري غوښتونکي غړي وایي چې د بایډن ادارې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستلو ته چمتووالی ندرلود او په سیمه کې د سپینې ماڼۍ د وتلو پریکړې امنیت ته زیان ورساوه او بشري ناورین یې رامنځته کړ. دې کمېټې زیاته کړې چې په افغانستان کې د امریکا لاسته راوړنه د امریکایي سرتېرو وژل کېدل، د امریکا پیسو ضایع کېدل، د افغان ښځو په برخه کې د پرمختگونو له لاسه ورکول او د ط البانو لاس ته د امریکایي وسلو لویدل وو.












