امریکا وایي طالبانو، حقاني شبکې او داعش ډلې په افغانستان کې خپل بریدونه ډېر کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو خپل کلنی راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې راځي چې په تېر ۲۰۱۹ز کال کې په افغانستان کې د طالبانو، داعش ډلې او حقاني شبکې بریدونه ډېر شوي دي او په ډېرو دغه بریدونو کې افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په راپور کې همدا راز راځي چې د افغانستان د سولې پرمختګونه هم د پام وړ دي او له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړې لاسلیک به دغه هېواد ته دایمي سوله راولي. د راپور په یوه برخه کې په نړۍ کې دداعش د فعالیتونو په اړه هم خبرې شوې دي او په هغه کې ویل شوي چې دمګړی دداعش زر کسه جنګیالي په افغانستان کې فعالیت کوي. راپور د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې هم ښې ارزولې دي او په خبره یې دغه اړیکې لا پراختیا ته اړتیا لري.
































