په تورخم کې د پاکستانیو او ا.ا ځواکونو ترمنځ نن سهار نښته شوې ده. دغه نښته وروسته له هغه رامنځته کېږي چې تېر ماښام د افغان سرپرست حکومت له لوري د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې وتړل شوه او ویلي یې دي چې دا کار يې د پاکستاني چارواکو د ژمنو نه عملي کولو په غبرګون کې کړی دی. د تورخم له سیمې یو شمېر ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرېږي چې خلک د دواړو لورو د نښتې له امله خوندي ځایونو ته منډې وهي. تراوسه د تورخم د جګړې په اړه دواړو لورو څه نه دي ویلي او همداراز يې د مرګ ژوبلې په اړه هم کره معلومات نه شته.
































