د کندز سیمه ییز مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د سپین زر دولتي شرکت له ۴ لسیزو ځنډ وروسته بېرته خپل فعالیت پیل کړ. په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان مرکزي بانک عمومي رییس په ګډون یوشمېر دولتي مسوولینو هم ګډون کړی و. په دغه مراسمو کې د یاد شرکت مرستیال وویل، چې دغه شرکت تاریخي مخینه لري او په تېرو ۴ لسیزو کې یې فعالیت نه درلود، خو اوس تازه یې بیرته فعالیت پیل کړ. په همدې حال کې د مالیې وزارت د دولتي عمومي شرکتونو رییس وایي، چې اوس مهال دغه شرکت د پنبې، د زغرو او کونځلو غوړیو، د صابون جوړولو برخه کې فعالیت لري او له دې وروسته به د دغو تولیداتو څخه د شمال ختیځ زون کسان استفاده وکړي. هغه وویل، چې د دغه شرکت په بیا رغولو ۵۰۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی دی.












