د فنلنډ د کډوالو اداره وايي، په خپلو مقرراتو کې د بدلون په راوستلو سره ټولو هغو افغان ښځو او نجونو ته پناه ورکوي چې دغه هېواد ته یې مهاجرت کړی دی. دې ادارې پرون وویل، د هغو افغان ښځو او نجونو په اړه، چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي وو، خپله پرېکړه بېرته اخلي ځکه چې د افغانستان امنیتي وضعیت د ښځو لپاره ثبات نهلري. د فنلنډ د مهاجرت ادارې له خبرپاڼې سره سم، دا نوي اعلان شوي مقررات موقتي دي، خو د دې لپاره چې په افغانستان کې حالات خراب دي، چارواکو پرېکړه کړې چې ټولو افغان نجونو او ښځو ته، چې مخکې یې غوښتنلیکونه رد شوي دي، مثبت ځواب ورکړي. د فنلنډ د کډوالو د ادارې ځانګړې سلاکارې لاورا سومینین وویل، د ۲۰۲۱ کال د جولای له ۹ راوروسته د هیڅ افغان د بېرته ستنولو پرېکړه نهده شوې.












