مالیې وزارت وايي؛ د روژې مبارکې میاشتې په درناوي او د هېوادوالو اقتصادي وضعیت ته په پام سره یې د ځينو خوراکي توکو ګمرکي محصول راټیټ کړی دی. دغه وزارت ویلي د ګمرکونو لوی ریاست په منظورۍ یې د شپږ قلمه توکو، کچالو، رومي بانجان، بېنډۍ، مڼې، خرما او هندواڼې هغه توکي دي، چې ګمرکي محصول یې له ۸۰ سلنې ۱۷ سلنې ته راټیټ کړی دی.
































