د افغانستان د مرکزي بانک سرپرست رئیس د سوداګریزو بانکونو له استازو او د بانکونو د اتحادیې له غړو سره کتلي دي. مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سرپرست رییس په دې کتنه کې د بانکي سکتور پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د سوداګریزو بانکونو استازو ته یې ډاډ ورکړ، چې د هېواد د قوانینو او مقرراتو پر بنسټ له سوداګریزو بانکونو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي ویلي، زموږ هڅه دا ده چې بانکي سکتور په سمه توګه اداره کړو او په دې توګه د هېواد د اقتصاد د ودې او پیاوړتیا لپاره د امکان تر حده لاره هواره کړو.”
































