د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي طالبانو په تاوتریخوالي کې کموالی راوستی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر او پلاوي سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې دواړو لورو د هوکړې پر عملي کولو، زندانیانو پر خلاصون، تاوتریخوالي پر کمولو او بین الافغاني خبرو بحثونه کړي دي. مایک پمپیو ویلي دا چې طالبانو په لویو ښارونو کې بریدونه نه دي کړي په دې مانا ده چې دوی تاوتریخوالی کم کړی دی، خو جګړې باید نورې هم کمې شي. طالب او امریکایي لوري ټینګار کړی چې ټولې ښکېلې خواوې باید تاوتریخوالی کم کړي او د بین الافغاني خبرو لپاره هڅه وکړي. طالبانو همدا راز له امریکا غوښتي چې په ګوانتنامو کې بندي افغانان او په کابل کې بندي حاجي بشر دې له زندان خوشی کړل شي. ملا برادر له پمپیو سره د خبرو پر مهال پر دې هم ټینګار کړی چې بهرني ځواکونه باید له مهالوېش سره سم ووځي.
































