پاکستان وايي، د روان مالي کال په لومړیو ۸ میاشتو کې یې افغانستان ته صادرات د تېر مالي کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۱۷ زیات شوي دي. د پاکستان مرکزي بانک پرون وویل، د ۲۰۲۲ له جولای څخه د ۲۰۲۳ تر فبرورۍ پورې یې افغانستان ته په صادراتو کې ۱۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی. له بلې خوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو غړی خانجان الکوزی وايي، په وروستي یو کال کې پاکستان ته د افغانستان صادرات یو ميلیارد ډالرو ته رسېدلي دي. نوموړي وویل، په وروستیو دوو میاشتو کې چې د مېوو او سبزیو د صادراتو وخت نه دی، پاکستان ته د افغانستان صادرات یو څه کم شوي دي. پاکستان ته د افغانستان د صادراتو په زیاتېدو کې د سکرو ونډه تر ټولو زیاته ده.
































