په کابل ښار کې د موټرو د تورو ښیښو پاکولو بهیر پیل شوی دی. امنیې قومندانۍ وايي، هغه موټر چې د تورو ښیښو قانوني اسناد و نهلري؛ له ښيښو به یې تور فلمونه پاک شي. بلخوا، یو شمېر موټر چلوونکي او د کابل ښار اوسېدونکي د سرپرست حکومت دغه کار ستایي او وايي، قانون باید پر ټولو یو شان پلی شي. امنیتي چارواکي وایي، د تورو فلمونو پلورونکو ته خبر ورکړل شوی دی چې تر دې وروسته دغه فلمونه و نه پلوري. د کابل د امنیه قوماندنۍ چارواکي پر دې باور دي، چې د تورو ښيښو په پاکولو سره به په کابل کې د جنایي جرمونو کچه راټيټه شي، ځکه په وینا یې تر دې وړاندې یو شمېر کسانو له د موټرو له تورو ښيښو نه په ناړه ګټې اخیستنې سره په جنایي جرمونو لاس پورې کاوه.
































