په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، افغانستان د تېرو ۲۵کلونو په پرتله له بې سارې قحطۍ سره مخ کېدوونکی دی. یادې ادارې تېره ورځ پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې مالي سرچینې په وچېدو دي، په افغانستان کې شل میلیونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي او شپږ میلیونه نور بیا له قحطۍ سره په یو ګام فاصله کې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې له لوږې سره د مخ خلکو شمېر په ټوله نړۍ کې بې ساری دی. د یادونې وړ ده چې دې ادارې څه موده وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې خلک له لوږې سره مخ دي او که مرسته ورسره ونه شي، نو په دې هېواد کې به سخت بشري ناورین رامنځته شي.
































