د سرپرست حکومت مشر د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې افغانستان له ټولې نړۍ سره د اصولو په چوکاټ کې ښې اړیکې او په متقابل تعامل غواړي. د نوموړی دغه پیغام کې راغلي چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له نورو هېوادونو هم ورته تمه لري. ده زیاته کړې، ټول هېوادوال مکلف دي چې د هېواد د رغونې په برخه کې خپل مسوولیت ادا او په دې برخه کې نورو ته هیله ونه کړي. د سرپرست حکومت مشر که څه هم د نجونو د زده کړو په اړه په خپل پیغام کې څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې ټول هېواد ته د زده کړو بهیر غځول او د هېواد ټولو بچیانو ته د زده کړو مینه برابرول د دوی اساسي مکلفیت دی. هغه یو وار بیا په خپل پیغام کې د سرپرست حکومت مسوولینو ته امر کړی چې له قوم پرستۍ او ژبپالنې څخه لاس واخلي او له عامو خلکو سره په نرمه لهجه چلند وکړي.
































