د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسون له یو بل سره په کتنه کې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو او ښځو ته د کار حق ورکولو غوښتنه وکړه. د حامد کرزي له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دې کتنه کې دوی په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي ډیالوګ اړین وباله او پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغانانو سره د اروپايي ټولنې له مرستو مننه کړې ده.
































