د رییسالوزرا اداري مرستیال د خصوصي سکټور په مالیاتي موضوعاتو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د مالیې وزارت خبري غونډې پر مهال وویل، لا هم په ځینو ادارو کې “بیروکراسي” شته، خو دوی هڅه کوي چې په ادارو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د چارو د ژر پرمخ وړلو په موخه برېښنايي سیسټمونه رامنځته کړي. دې غونډې ته د ا.ا د مشرتابه دفتر استازي وویل، د مشرتابه عالي مقام له صنعتي سکټور څخه د ملاتړ او پراختیا په موخه د دې سکټور څلور سلنه “ربعواره انتفاعي مالیه” دوه سلنې ته راټیټه کړې ده. نوموړي همداراز پهدې غونډه کې زیاته کړه، د ا.ا مشرتابه د ځانګړي حکم پر بنسټ د صنعت د ملاتړ او ودې په موخه سوداګریز، کرنیز او صنعتي سکټورنو ته اووه سلنه “قراردادي موضوعي مالیه” معاف کړې ده. د نوموړي په خبره، د خصوصي پوهنتونونو، مدرسو او ښوونځیو لپاره د ۱۴۰۲ مالي کال څلور سلنه “ربعواره انتفاعي مالیه” معاف شوې ده.
































