د ایران د روغتیا وزارت مسوولینو ژمنه کړې چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سره هر اړخیزه همکاري کوي. د خبر له مخې د روغتیا وزارت د خوړو او درملي ملي ادارې د مشر په مشرۍ یوه پلاوي په ایران کې د دغه هېواد د روغتیا وزارت له مرستیال او د نړیوالو اړیکو له رییس محمد حسین نیکنام سره لیدلي. په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران د اقتصادي اړیکو پر ټينګښت، خوراکي توکو، درملو او طبي محصولاتو په کیفیت، خوندیتوب، د ذکر شویو توکو د قاچاق د مخنیوي او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو همکاریو بحث شوی دی.
































