د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت وايي، چې له ایرانه نږدې درې زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شول. دغه وزارت ویلي، چې د هرات ولايت د اسلام کلا له لارې له ايران څخه ۲۷۳۱ تنه افغان کډوال د تېرې پنجنشبې په ورځ هېواد ته راستانه شول. د اسلام کلا د سرحدي چارو امر ویلي، چې د راستنېدونکو کسانو له ډلې ۵۴۷ تنه د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
































