په افغانستان کې د لاسوهنو او جګړو د اوږدولو په تړاو د روسیې او امریکا د یو بل تورنولو په لړ کې، تازه روسیې ویلي چې امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېله ده. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، هر افغان په دې پوهېږي چې امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري او د ګډوډیو تر شا ده. هغه تور پورې کړی چې په کندهار او بګرام هوايي اډه کې د امریکا د (CIA) الوتکې کېناستلې او په قاچاق کې ښکېلې وې. بلخوا د سیاسي او نظامي چارو شنونکي د افغانستان په اړه د امریکا او روسیې دغه ډول څرګندونې د اندېښنې وړ بولي.
څه موده وړاندې په امریکا کې یوې معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز یو راپور خپور کړ او په هغه کې یې ویلي وو چې روسي استخبارات په افغانستان کې د جګړو د اوږدولو په لټه کې دي او په وینا یې، دوی طالبانو ته د امریکايي او نورو بهرنیو عسکرو پر وژلو انعام ورکاوه. دغه ورځپاڼې ویلي وو چې دمګړۍ دغه راپورونه د امریکایي استخباراتي چارواکو او ولسمشر ټرمپ پر مېز پراته دي. روسیې په کلکه دغه تورونه رد کړل. په واشنګټن کې د روسیې سفیر له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوی هېڅ وخت په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره همکاري نه ده کړې، بلکې د افغان حکومت همکاران او ملاتړي دي. دې مسئلې پر امریکایي حکومت هم نیوکې ډېرې کړې دي. امریکايي سناتورانو وویل چې ولسمشر ټرمپ د سر اعلی قوماندان په توګه د خپلو سرتېرو له وضعیت او دوی ته له متوجه ګواښونو نه دی خبر.
اوس تازه د افغانستان په اړه د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي چې امریکا دې پر مسکو بېځایه تورونه نه پورې کوي. د ده په خبره، امریکا دې یو ځل دې ته پام وکړي چې استخباراتي مامورین یې په افغانستان کې د نشه يي توکو په قاچاق بوخت وو. هغه له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي: ((په افغانستان کې د مخدره موادو په قاچاق کې د امریکا د استخباراتي ادارې لاس لرل ټولو ته معلومه ده او د افغانانو په شمول له هېچا پټه نه ده. ټول دا د یو واقعیت په توګه ویني، ښه مثال یې د سي ای اې د غړو الوتکې دي چې له کندهار او بګرام څخه جرمني او رومانیا ته یې الوتنې کولې، خو هېچا یې پوښتنه نه ده کړې)).
له بګرام او کندهار المان او رومانیا ته د الوتکو له پروازونو د کابلوف موخه دا ده چې ګواکې همدې مامورینو په دې الوتکو کې له افغانستان نشه يي توکي قاچاقول، خو دا خبره یې تر دې ډېره نه ده واضح کړې. د ده په خبره، دا داسې واقعیت نه دی چې د خلکو له سترګو پټ وي، بلکې هر افغان ته معلوم دی او هر افغان پر دې پوهېږي چې امریکا په افغانستان کې د روانو ګډوډیو تر شا ده.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، امریکا، روسيه په افغانستان کې د جګړو پر پراختیا تورنوي، خو په اصل کې په افغانستان کې له امریکایانو سره په مشترکو پروژو کې فساد په ډاګه کوي چې د امریکا استخباراتو د مخدره موادو قاچاق کې هم لاس درلود. د چارو شنونکي وایي، د افغانستان په اړه د روسیې او متحده ایالتونو د چارواکو دغه څرګندونې ښيي چې افغانستان عملاً د دوو قدرتونو ترمنځ د نیابتي جګړې په میدان بدل شوی دی. د ولسي جرګې غړی سید عظیم کبرزاني وایي چې د افغانستان په مسئله کې د امریکا او روسیې چارواکو ترمنځ د دغه ډول تقابل پایلې خطرناکه دي. د ده په خبره: (( موږ باید د دوو لویو قدرتونو د رقابت لپاره زمینه برابره نه کړو. موږ باید اجازه ور نه کړو چې دوی دلته خپل رقابتونه وپالي، دا د هېواد په زیان دي)).
د روسیې او امریکا ترمنځ داسې مهال د افغانستان په تړاو لفظي ټکر رامنځ ته کېږي چې امریکا د بین الافغاني خبرو د ژر پيلېدو غوښتونکې ده او روسیه هم وایي چې دا پروسه د دوی له بشپړ ملاتړه برخمنه ده. امریکا او روسیې په ځلونو پر افغان سوله ګډې غونډې هم لرلې دي.
































