د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال مارکوس پوتزل سره کتلي دي. په دې کتنه کې د هېواد د اوسني حالت او د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو په اړه د نظريو د تبادلې تر څنګ، د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو د بيا پرانیستلو او کار ته د ښځو پر ستنېدو ټينګار شوی دی. حامد کرزي په دې لیدنه کې په هېواد کې د تلپاتې ثبات لپاره ملي خبرې اترې مهمې بللي دي. کرزي د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د همکاریو ستاینه وکړه او د دې همکاریو د دوام غوښتنه یې وکړه.
































