پوهنې وزارت وایي چې د خوست ولایت د سپېرې، تڼیو او د دغه ولایت د مرکز اوسېدونکو روان کال له معارف سره څلور میلیونه ۶۷۳ زره او ۴۱۵ افغانۍ مرسته کړې ده. د یاد وزارت ویانده نوریه نزهت وایي، مرسته شوې پیسې د درسي چاپیریال ښه والي، د ښوونځیو بیا رغونې او د ۱۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو لپاره ورکړل شوې دي. د نوموړې په خبره؛ دا مرستې د ښوونځیو د شوراګانو له لوري راټولې شوې دي. نزهت وایي، د ښوونځیو شوراګانې، د پوهنې ملاتړو، د زده کوونکو د کورنیو له غړو، ملا امامانو او محلي شوراګانو څخه جوړې شوې دي چې له کوم امتیاز پرته له معارف وزارت سره همکاري کوي.