د هلمند ولایت سیمهییز چارواکي هلته د اوسپنې د قاچاق په تور د دوو تنو د نیول کېدو خبر ورکوي. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال ویلي، یادو کسانو غوښتل چې اوسپنه، مبلین او یو شمېر نور توکي له هېواده بهر قاچاق کړي. د هغه په خبره، دغه کسان د ګرمسېر ولسوالۍ د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې نیول شوي چې غوښتل یې یو مازدا او یو ټیوټا موټر اوسپنه بهر ته قاچاق کړي. وړاندې هم د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د اوسپنې د قاچاق په تور یو شمېر کسان نیول شوي دي.
































