د کورنیو چارو سرپرست وزیر په خپل اختریز پیغام کې د اختر په شپو او ورځو کې د امنیت لا ټینګښت په موخه ټولو واليانو او امنيه قومندانانو ته امر کړی چې له اړوندو امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ په مرکز او ولایاتو کې امنيتي تابیاوې ونيسي. د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼې کې د دغه وزارت سرپرست امنیتي ځواکونو ته د امنیت ټینګښت ترڅنګ له خلکو سره د ښه سلوک او چلند سپارښتنه هم کړې ده. په خپرپاڼه کې همدرانګه ټینګار شوی چې له هوايي ډزو باید ډډه وشي. همدارنګه د اختر په ورځو کې د احتمالې ترافيکې پيښو د مخنیوې لپاره له ټولو هيودوالو ته غوښتل شوی چې ترافيکې اصول او مقررات په نظر کې ونيسې. د کورنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه ویلي جوماتونه او ټول عبادتځایونه چې د اختر لمونځ په کې کېږي، تر امنیتي تدابیرو لاندې دي او په دې برخه کې دې خلک له حوصلې او همکارۍ کار واخلی.
































