د کندهار د کډوالو چارو ریاست وايي، په تېرو څلورو ورځو کې له پاکستانه ۹۹ افغان کډوالې کورنۍ چې ټولټال شمېر یې ۶۷۲ کسانو ته رسېږي، د سپین بولدک له لارې خپل هېواد ته راستنې شوې دي. د کندهار ولایت د رسنیو دفتر د دې ریاست د اداري مرستیال نقیبالله مومن اغا په حواله پر ټویټر لیکلي، په راستنو شویو کسانو کې ۴۵ هغه افغان کډوال هم شامل دي چې له څه مودې راهیسې په پاکستان کې زنداني وو.
































