د اندراګاندي د ماشومانو روغتون ډاکټران په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د شمېر له زیاتوالي خبر ورکوي. یو شمېر ډاکټران وایي، د وروستیو دوو اونیو پر مهال په یاد روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ۴۵ ماشومان بستر شوي دي. ډاکټران بیا پر خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو لامل د مېندو او ماشومانو نا مناسبه تغذیه ګڼي. په اندراګاندي روغتون کې په وري میاشت کې ۵۹ ماشومان، په غویي کې ۹۴ ماشومان، په غبرګولي کې ۸۴ ماشومان او په چنګاښ کې ۴۵ په خوارځواکۍ اخته ماشومان بستر شوي دي. ورته مهال د یادو ماشومانو یو شمېر کورنۍ وایي، د بېوزلي او بيکارۍ له امله نهشي کولی خپلو ماشومانو ته سم خواړه برابر کړي.
































