په فارياب کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولایت کې د ترافيکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي. د فارياب د اندخوۍ ولسوالۍ د امنیت امر قاري رحمت الله وايي، دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۴ بجې د فارياب – جوزجان لویې لارې په حدبخشي ساحه کی رامنځته شوی ده. هغه وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو فلانکوچ موټر د فارياب د بل چراغ له ولسوالۍ د جوزجان په لور روان و چی له یو تراکتور سره يې ټکر کړی دی. نوموړی وايي، په دې پېښه کې ۳ ماشومان، دوې ښځې او موټر چلوونکی مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ نور کسان ټپیان شوي دي. د اندخوۍ ولسوالۍ روغتیايي مسوولین وايي، د درېيو ماشومانو، دوو ښځو او موټر چلوونکي په ګډون د شپږو کسانو مړي او ۹ ټپیان چی ډېری یې ماشومان دي، دغه روغتون ته وړل شوي دي. هغه وویل چې د پېښې ټول مړه او ټپيان د بل چراغ ولسوالۍ په نیشر سیمه کې د دوو کورنیو غړي دي.












