د کندهار د کانونو او صنایعو خونې چارواکي وايي، پاکستاني سوداګر د افغان سوداګرو د پنبې شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالره نه ورکوي او په یوه او بله پلمه يې ځنډولي دي. د دغه ولايت د کانونو او صنایعو خونې رییس سید سرور اماني وايي، افغان سوداګرو پاکستان ته لسګونه زره ټنه پنبه صادره کړي او هلته یې پر خصوصي شرکتونو او سوداګرو پلورلې چی ارزښت یې شاوخوا ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر کېږي. هغه زياته کړه، پاکستاني سوداګر افغان سوداګرو ته یادې پیسې نه ورکوي، بېلابېلی پلمې کوي او په قصدي ډول يې ځنډولې دي .د ده په خبره، دا چې د افغانستان ډېره پنبه پاکستان ته صادرېږي نو له همدې امله دغه هېواد او سوداګر یې د افغان سوداګرو له مجبورۍ ناسمه ګټه اخلي. د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بينا هم وايي، دا چې په تېر یوه کال کې د هېواد په بانکي سیسټم کې یو لړ ستونزې پیدا شوي، همدا د پاکستان لپاره ښه پلمه وه چې د افغان سوداګرو پیسې وځنډوي.












