د کندهار د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د دېوال چپه کېدو پېښه کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښې ده. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، چې دغه پېښه د ښار د نهمې حوزې اړوند د حضرت بلال جومات سره پرون شپه د یوه دېوال د چپه کېدو له امله شوې ده. د نوموړي وینا، په دغه پېښه کې د یو ماشوم په ګډون ۳ تنه مړه شوي او دغه راز ۴ نور ټپیان شوي دي.
































