د کندهار والي په افغانستان کي د کډوالو نړیوال سازمان له مشر لیونارډ زولو سره په کتنه کې له دې سازمان څخه غوښتي، چې بشري مرستې دې له سیاست سره نه تړي او د افغانانو لاسنوی دې وکړي.د کندهار ولایت مقام په یو ټویټ کې ویلي، چې لیونارډ زولو د کندهار والي ته ډاډ ورکړی، چې اداره یې له کډوالو سره د نغدي پیسو، د کورونو جوړولو، روغتیا، زراعت، تعلیمي بنسټونو جوړولو، د کانالونو پاکولو او څښاک پاکو اوبو رسولو برخو کي کار کوي او اوس یې هم مهال یې هم کارونه روان دي.












