د ایران حکومت وايي، دوی چمتو دي چې د افغانانو ترمنځ د خپل منځي خبرو کوربه توب وکړي. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پرون یو خبري کنفرانس ته ویلي چې له بې ثباتۍ څخه د افغانستان د راوتلو یوازینۍ لار د افغانانو ترمنځ خپل منځي خبرې دي او تهران چمتو دی چې د دې خبرو کوربهتوب وکړي. نوموړي دغه راز ویلي چې د دوی یو استازی به د افغانستان په اړه د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي. کنعاني دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په لیدنه کې پراخ بنسټه حکومت جوړېدل له اوسنیو ستونزو څخه د افغانستان د راوتلو یوازینۍ لار ګڼلې وه.
































