د اسیا ۱۹ دوره سپورټي لوبې به د راتلونکي سپټمبر له ۲۳مې نېټې څخه د اکتوبر تر ۸مې نېټې پورې د چین په هانګ جو ښار کې ترسره شي. په دغو لوبو کې د ۴۵ هېوادونو او سیمې څه باندې ۱۲زره لوبغاړي به ګډون وکړي.
افغانستان هم دغو لوبو ته یو لوی ورزشي ټيم او پلاوی رالیږي. اوس د افغان لوبغاړو د تمرین حالت څنګ دی؟ د چین ميډیا ګروپ خبریالې هیلې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د سپورټ ادارې د نشراتو له رئیس الله محمد اتل سره یوه مرکه وکړه.

ښاغلي الله محمد اتل په ډاګه کړې، چې اسلامي امارت به چین ته ۱۴۲ کسیز ورزشي پلاوی ولیږي، د دغه پلاوي پيمانه ډېره لویه ده. افغان لوبغاړي به د سږنیو سپورټي لوبو د جودو، فوټبال، واليبال او کرکټ په شمول لسګونو نورو لوبو کې ګډون وکړي. اوس ځینې لوبغاړي په کور دننه د تمرین لپاره قرنطین دي او ځينې يې په بهر کې روزنه او سیالي کوي.
دا چې امریکايي پوځونو په ۲۰۰۱م کال کې افغانستان ته داخل شول او په افغانستان کې يې جګړه پيل کړه. شل کاله وروسته امریکايي پوځونو په ۲۰۲۱م کال کې له دغه هېواد څخه وايستل شول، د دغې شل کلنې جګړې له امله، د افغانستان اقتصاد او ټولنه سخته زیانمنه شوې. د امریکايي پوځونو تر ایستلو وروسته، افغانانو د هېواد د بیارغونې کارونه پيل کړل؛ خو له دې امله چې واشنګټن د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره زېرمه کنګل کړې؛ نو د نوموړي هېواد د بیارغونې پر وړاندې زیاتې ننګونې موجودې دي.
ښاغلي الله محمد اتل پر دې اړه وویل: امریکې تر اوسه د افغانستان زیانمنو وګړیو ته هېڅ جبران نه دی ورکړی. زموږ د هېواد د بیارغونې چارې ستونزمنې دي؛خو موږ هم تر خپلې وسې پورې اړوند کارونو ته دوام ورکړی. اوس موږ سپورټ او ورزش ته جدي پاملرنه کوو او ځانګړې بودیجه هم ورته بېله شوې ده. په ځینو لوبو کې موږ له نورو هېوادونو سره همکارۍ هم کوو. غواړو چې د سپورټ او ورزش په ساحو کې د اړوندو چارو په عادي کېدو سره د هېواد د بیارغونې تمثيل وړاندې کړو.
نوموړي زياته کړه،چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت په چین کې دغو اسیايي سپورټي لوبو ته ځانګړې توجه کوي. چین د افغانستان ښه ګاوندی دی او تل يې د افغانانو کورنیو چارو ته درناوی کړی او کوي يې.
افغان لوبغاړي سترګې پر لار دي، چې چین ته سفر وکړي. څرنګه چې چین په تېرو لسګونو کلونو کې په پرمختګ کې د لیدو وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي. افغان پلاوی غواړي، چې د چین په هانګ جو ښار کې د اسیايي سپورټي لوبو په جریان کې د بېلا بېلو هېوادونو له لوبغاړو سره د نظرونو تبادلې وکړي او له یو بل څخه زده کړې وکړي.
































