د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ایران ته د یادې ادارې د ریيس په مشرۍ د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی دی. یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې، ویلي، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس بخت الرحمن شرافت د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د اوسپنې پټلۍ ادارې په رسمي بلنه نن سهار یاد هېواد ته په رسمي سفر روان شو. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې له ایراني لوري سره د خواف ـ هرات ۳مې ټوټې اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو په چټکتیا، د اوسپنې پټلۍ ادارې کارکوونکو ته د لنډمهاله تخنیکي زده کړو په برابرولو او د دوه اړخیزو ریلي همکاریو په د پراختیا په اړه خبرې وکړي. سرچینې زیاته کړې، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومی رییس به همدارنګه د ایران له بېلا بېلو چارواکو سره هم وګوري.












