په میدان وردګو کې سږ کال د مڼو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوي دي. د یاد ولایت بڼوالان وايي، چې سږ کال یې د مڼو باغونو حاصلات د پام وړ ښه شوي، خو د خرڅلاو لپاره يې مناسب بازار او د سړو خونو له نشتون سره مخ دي. په ورته وخت کې د دغه ولایت ځايي چارواکي بيا ډاډ ورکوي، چې د خرڅلاو بازار او د سړو خونو جوړولو په برخه کې به د بڼوالانو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي. میدان ورګ د افغانستان له مرکزي ولایتونو په ډلې کې دی چې د مڼو د تولید په برخې کې یې حاصلات ښه کیفیت لري.












