د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبایډن د ښوونځیو پرانیستل کېدو په تړاو د حکومت پرېکړې ته په اشارې ویلي چې ټرمپ ته د خلکو تر ژوند خپل کمپاین مهم دی. نوموړي زیاته کړې، خلک دې پر کرونا ځان نه وژني او څو پورې چې د یادې وبا ورکېدو په اړه پوره ډاډمن شوي نه وي هیڅ ډول تجمعاتو کې دې ګډون نه کوي. بایډن دغه راز پر حکومت غږ کړی دی چې له کرونا وبا سره د مبارزې په نوم دې د حکومت خالي شویو خزانو ته بېرته پېسې ولېږدوي څو د ښوونکو په ګډون د ټولو هغو مامورینو معاشونه ورکړل شي چې د همدې وبا پر مهال قرنطین وو.
































