چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

ملي دسترخوان؛ ولس تېر ایستل که د جیبونو ډکول؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 21, 2020
in تبصرې
0
ملي دسترخوان؛ ولس تېر ایستل که د جیبونو ډکول؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ولسي جرګې تازه د حکومت د ملي دسترخوان پر پروګرام نیوکې کړې دي. په ولسي جرګه کې ګڼو وکیلانو ویلي چې د ملي دسترخوان تر نامه لاندې دې د لسګونو میلیونه ډالرو په ارزښت دغه پروژه ودرول شي؛ ځکه شفافه نه ده او د پراخ فساد شونتیا پکې شته ده. ځینې وکیلانو بیا ان دا هم وویل چې په حکومت کې د ځینو ځانګړو کړیو له لوري دغه ډول پروژې طرحه کېږي، څو فساد پکې وکړي او پیسې شخصي جیبونو ته لاړې شي.

د ۲۰۲۰ز کال له لومړیو درېیو میاشتو وروسته بیا تر دې دمه په حکومت کې د پراخ فساد د موجودیت په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. د دغو راپورونو په لړ کې تر ټولو باوري او معتبر یې د ملګرو ملتونو و. دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي وو چې افغان حکومت په پراخ اداري فساد کې ښکېل دی او همدا راز د مفسدو کړیو او کسانو پر وړاندې یې اقدام هم دومره د پام وړ نه دی. ملګرو ملتونو دغه راز د فساد پر وړاندې رامنځ ته شوې ادارې هم کمزورې بللې دي او په خبره یې، کارونه یې اغېزناک نه دي او باید حکومت پر خپلو پلانونو له سره فکر وکړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

سیګار او په افغانستان کې د شفافیت د څار بنسټ، دغه راز خبري اژانسونو او رسنیو هم په افغان حکومت کې د پراخ فساد په اړه راپورونه خپاره کړي دي. دغه فساد بیا تر دې وروسته لا پسې پراخ شو، چې په هېواد کې د کرونا وبا ګډه شوه، بحران رامنځ ته شو، میلیونونه ډالره مرستې وشوې او فرصت غوښتونکو کسانو په فساد لاس پورې کړ. له دارو درمل نیولې تر طبي تجهیزاتو هر څه کې فساد وشو. تر ټولو بوږنوونکی او حیرانوونکی فساد د حکومت په هغه پروګرام کې شوی و، چې له مخې یې عامو خلکو ته وچه ډوډۍ وېشل کېده. په دې تړاو رسنیو راپورونه خپاره کړل، نیوکې وشوې خو حکومت یې په اړه اقدام نه دی کړی.

اوس د ملي دسترخوان پروګرام په اړه هم دغه ډول اندېښنې را ولاړې شوې دي. ولس ملامت نه دی، پارلمان ملامت نه دی، د فساد د تېرو ادعاوو په اړه هېڅ راز وضاحت نه دی ورکړل شوی او ټول په دې شک کوي چې ګواکې حکومت په لوی لاس د ځان لپاره د فساد او حیف میل زمینه برابروي. د ملي دسترخوان لپاره په میلیونونو ډالرو ځانګړو شوو پیسو ګڼ مهم او بنسټیز کارونه کېدلی شي، خو حکومت یې په ملي دسترخوان لګوي. بیا چې کرونا مخ په ختمېدو ده، تاسې یې د کنټرول ادعا کوئ، نو د ملي دسترخوان پروګرام ته اړتیا څه ده؟

حکومت ته په کار ده چې نور دې پر مظلوم ملت ظلم نه کوي. د ولس له تېر اېستلو دې تېر شي، دغه ډول باغونه دې ملت ته نه شنه کوي، چې ظاهر یې ښکلیژ خو د ننه پکې وچې ونې او سپېره ډاګونه وي. ښه به وي چې حکومت پر خپلو کړنو بياکتنه وکړي او په دې توګه د ولس باور نور هم زیانمن نه کړي.

Previous Post

ویلیم جیمز ډورانټ

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یونیسف: غزې ته مرستې او طبي لیږدونه ډېره محدوده ده

یونیسف: غزې ته مرستې او طبي لیږدونه ډېره محدوده ده

فبروري 12, 2026

Gambling License For Raffle Canada

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved