چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home څېرې

ویلیم جیمز ډورانټ

محمد حنیف معاذ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 21, 2020
in څېرې
0
ویلیم جیمز ډورانټ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ویلیم جیمز ډورانټ د ۱۸۸۵ز کال د نومبر په ۵مه د امریکا د ماساچوسټس ایالات په نارت آډمز سیمه کې دنیا ته سترګې وغړولې. د ۱۹۸۱ز کال د نومبر په ۷مه د ۹۶ کالو په عمر یې د امریکا په لاس آنجلس ښار کې له دنیا سترګې پټې کړې. هغه خپلې لوړې زده کړې د فلسفې، بیولوژي، ښوونې او روزنې په برخه کې په مختلفو پوهنتونو کې سر ته رسولې وې. په ۱۹۱۷ز کال د کولمبیا له پوهنتونه د فلسفې په برخه کې خپله دوکتورا واخیسته، چې د یو کال لپاره بیا همالته د کولمبیا په پوهنتون کې د فلسفې استاد هم شو. ډورانټ له وړکتوبه یو زیارکښ انسان و، د هغه پلار د ده په باره کې ویلي دي: «زه به لا ویده وم چې دی به خپل کار ته تللی و او د شپې به هم موږ ټول ویده شوي وو، چې دی به بېرته کور ته راستون شو. هغه همیشه زیارکښ و، د هغه سستي او ټنبلي مې نه ده لیدلې.

ډورانټ د تحصیل په جریان کې غوښتل کشیش شي، خو کله چې یې د سپینوزا کتاب (اخلاق) ولوست، له دې کاره لاس په سر شو او ویې ویل: نشم کولای چې د ديني او بشر دوستانه رایو تړاو له سوسیالېزم سره وساتم. کله چې په زده کړو او تدریس مشغول و، نو له خپلې یوې تکړه شاګردې (آریل) سره یې واده وکړ او خپل مشهور کتاب (د تمدن تاریخ) یې د خپلې میرمنې په کمک ولیکه.

You might also like

ډاکتر عبدالوکیل خان

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

ډورانټ چې کله د سیټون هال په پوهنتونونو کې د لاتینې ژبې او فلسفې په زده کړو بوخت و، تر څنګ یې په آزاده توګه تاریخ هم لوست. له تاریخ سره مینې هغه تاریخ ته لا جذب کړ. تاریخ یې د بشري تمدن له پیله د ده تر وخته پورې مطالعه کړ، خو د تاریخ په څانګه کې یې دوکتورا ونه کړه؛ سره له دې چې د خپل وخت تر ټولو لوی تاریخ پېژندونکی هم شو.

ډورانټ د نړۍ د لویو فیلسوفانو د ژوند د مطالعې په چوکاټ کې د یونان له مخکنیو حکماوو څخه تر معاصرې دورې پورې، هغه تاریخي پيښې او موجودات چې د فیلسوفانو له ژوند سره په یو وخت کې واقع شوي وو، مطالعه کړل. هغه په دې عقیده و چې فیلسوفان له دوو لارو پر تاریخ باندې اثر اچوي: اول: هغوی مخکيني او اوسني واقعات څارلي او یو نوی نړۍ لید یې بیان کړی دی. دویم: همدا نړۍ لید په راتلونکو پیښو باندې تاثیر کوونکی و او له هغه وروسته وخت ته یې تغیر ورکړی دی. همدا وجه وه چې د خپل یوولس ټوکه کتاب (د تمدن تاریخ) دوه ټوکه یې د دوو لویو فیلسوفانو په نوم ولیکه: نهم ټوک یې د (د ولټر زمانه) په نوم معرفي کړی دی او په هغه کې یې د اروپا ټولې پیښې د ولټر د ژوند په تګلوري کې پلټلې دې. لسم ټوک یې د (روسو او د هغه د انقلاب) نومولی دی؛ د فرانسې پر انقلاب د جان جاک روسو تاثیر یې هم ارزولی دی.

ډورانټ په لومړي سر کې سره له دې چې په نیویارک کې د لیبرټمپل د پوهنتون مدیر و او د کالیفورنیا د پوهنتون د فلسفې په څانګه کې استاد هم و، د (د فلسفې تاریخ) په نوم یې کتاب ولیکه. وروسته یې په ۱۹۲۷ز کال کې دا پرېکړه وکړه چې د نړۍ د تمدن تاریخ باید تدوین کړي. هغه د نوموړي کتاب د هر ټوک د لیکلو لپاره د هغې موضوع ته په کتو په ځانګړي وخت کې هغه سیمې ته تلو او هلته به یې هر څه تر نظر تېرول. ویل ډورانټ له خپلې میرمنې آریل ډورانټ سره په ۱۹۳۰ز کال کې د ټولې نړۍ سفر کولو ته روان شو. د ډورانټ دې سفرونو د ده د کتاب د یو بل ټوک له چاپ سره ډېره مرسته وکړه. دا کتاب (د ختیځ خاوره د تمدن زانګو) نومېږي. دا یې د مشهور کتاب (د تمدن تاریخ) لومړی ټوک و. تر هغه وروسته یې بیا ډېر سفرونه اروپا، منځني ختیځ او لرې ختیځ ته کړي دي.

ډورانټ له نورو تاریخ لیکونکو په توپير، تمدن جوړونکو عواملو ته د تاریخ په اوږدو کې توجه کړې ده. خپله وایي، «تمدن یو داسې سیند دی چې دوه ساحله لري». ډورانټ پر دې باور دی چې ډېری تاریخ لیکونکي یوازې خپله سیند ته متوجه وي او دا سیند د هغو له لاسه چې وژل کوي، غلاوې کوي او غوغا جوړوي له وینو ډک شوی دی. ده خپل ټول فرهنګي کوښښ د یوې لويې مجموعې «د تمدن تاریخ» په لیکلو کې هغو واقعاتو ته وقف کړی چې د سیند په ساحلونو کې واقع شوي او کیږي. هغه ځای چې د ده په خبره هلته بې نومه خلک کور جوړوي، مینه کوي، ماشوم را لویوي، سندرې وایي، شعرونه زمزمه کوي او مجسمې جوړوی. له همدې کبله د هغه په نایابه کتاب (د تمدن تاریخ) کې د ساده کرښو له لیکو نیولې تر علمي، تاریخي او حتی د تاریخ د فلسفې تر اړخونو پورې ټول لیدل کیږي.

ډورانټ د خپل کتاب (د تمدن تاریخ) په پیل کې له لرغوني ختیځه شروع کیږي او د ناپلیون تر وخته رسیږي. یوځای لیکي: «غواړم چې د تمدن په اړه تاریخ ولیکم او په ډېر کم ځای کې د بشر نبوغ او د لویو خلکو کارنامې چې د بشر د فرهنګي میراث په اړه دي، بیان کړم.» ویل ډورانټ په اصل کې تاریخ ته د یو ساده علم په سترګه نه ګوري، بلکې هغه تاریخ د تاریخي واقعاتو او په هغوی کې له تاثیر لرونکو عواملو سره یو ځای په نظر کې نیسي. هغه په خپل بل کتاب (د تاریخ درسونه) کې چې د خپل عمر په پای کې یې لیکلی دی، په ټينګار وايي: «د ملتونو تاریخ باید له دې وروسته له نویو علمې پدیدو سره، لکه بیولوژي، نژاد، اخلاق، اقتصاد، فلسفه، د حکومت طرز، د پرمختګ مانا، جغرافیه او نورو هغو عناصرو سره چې د بشریت د تاریخ په جوړښت کې مؤثر دي، ولیکل شي.»

ډورانټ وايي چې تاریخ د ځمکې پیژندنې تابع دی او د خپلې دعوې د توجیه کولو لپاره وایي: «هره ورځ په یوه څنډه کې سمندر په وچه او یا وچه په سمندر پرمختګ کوي، ښارونه تر اوبو لاندې کیږي او ورکیږي او د کلیساوو جرس د غم زنګونه وهي، اقلیم د انسان په حالاتو سخت مسلط دی. همدارنګه مونټسکیو هم په دې تأکید لري چې جغرافیه د تاریخ د زیږېدو ځای دی، د هغه مور او را لویوونکې ده، داسې کور یې دی چې هلته تاریخ منظمیږي. اخلاقي قوانین هم د تاریخ تابع دي. هغوی باید خامخا له تاریخي او محیطي شرایطو سره جوړجاړی ولري. که چېرې د بشر اقتصادي تاریخ په درېو مرحلو: ښکار، کښت کول او صنعت وویشو، په اسانې سره لیدلای شو چې د هرې مرحلې اخلاقي قانون په وروستنۍ مرحله کې تغیر کړی دی، د ښکار په مرحله کې وحشي خوی لرو چې باید هره شېبه په وژلو پسې یو، چې دا د دې دورې اخلاقي ځانګړنه ده په نورو دورو کې نشته.»

د ډورانټ په نظر، اقتصاد او د ژوند د تېرولو څرنګوالی، د تاریخي تحولاتو په اوږدو کې مستقیم رول لري او په نړیوالو اړیکو کې په معمولې توګه «د اقتصادي ګټو ټکر» جنګ او بحران زیږوي. جنګونه د ملتونو د تاریخ مسیر بدلوي. هغه جنګ د تاریخ له همیشنیو عناصرو څخه یو عنصر ګڼي. د بشر د غلامۍ له وخته آن د تمدن او بیا د ډیموکراسۍ تر وخته په ټولو وختونو کې جنګ په یو ډول نه یو ډول سره موجود و او د بشر له (۳۴۲۱) کلونو متمدن تاریخ، یوازې (۲۶۸) کاله له جنګه خالې تېر شوي، نور ټول په جنګ کې تېر شوي دي. ویل ډورانټ د دې لپاره چې ووایې: بشر د خپل تاریخ په اوږدو کې په دې نه دی توانیدلی چې له جنګه پرهیز وکړي، د هراکلیټوس «یوناني فیلسوف» خبرې ته اشاره کوي چې وایې: «جنګ یا رقابت، د هر څه پلار دی.»

د ډورانټ ۱۱ ټوکه کتاب «د تمدن تاریخ»: (The Story of Civilization)   چې هر ټوک یې بېل بېل نوم لري:

۱: د ختیځ خاوره د تمدن زانګو ۲: لرغونی یونان ۳: قیصر او مسیح ۴: د ایمان زمانه ۵: رنسانس ۶: د دین اصلاح ۷: د عقل د زمانې پیل ۸: د لویس زمانه ۹: د ولټر زمانه ۱۰: روسو او د هغه انقلاب ۱۱: د ناپلیون زمانه.

ویل ډورانټ د ۹۰ کلن و چې نور یې کار پرېښود؛ سره له دې چې د تاریخ لیکلو او تدوین سره یې مینه لرله. په همدې وخت کې یې د شرق تاریخ د کتاب لیکلو ته مټې و نغاړلې. ویل به یې: «روح مې غواړي، خو بدن مې نشي کولی.»

د هغه یوولس ټوکه کتاب د تمدن تاریخ د نړۍ له زیاتو پلورل شوو کتابونو و چې اوس هم همداسې دی. د هغه د کتاب لسم ټوک: روسو او د هغه انقلاب په ۱۹۶۸ ز کال کې د (پوليټرز) ادبي جایزه وګټله.

د تمدن تاریخ کتاب چې د نړۍ په سطحه یو له ډېرو با ارزښته کتابونو دی، متأسفانه تر اوسه پښتو ژبې ته نه دی ژباړل شوی، چې د دې کتاب ژباړل پښتو ته یو ډېر مهم او ارزښتمن کار او اشد ضرورت دی، خو د دې کتاب ژباړل سخت کار هم دی دا ځکه چې دا د یو سړي کار نه دی؛ بلکې د دې کتاب د ژباړې لپاره باید یو ګروپ جوړ شي.

د ډورانټ یو بل مهم کتاب هم شته. دا کتاب (د ژوند په مانا پسې) نومېږي. ډورانټ په دې کتاب کې د نړۍ ۱۵۰ نوموتو او خپلو همعصره علماوو ته لیکونه استولي دي او له دوی یې د ژوند د مانا په اړه پوښتنې کړې. ډورانټ د همدې پوهانو، عالمانو، سیاستوالو، شاعرانو او ډېرو نورو کسانو لیکني ځوابونه سره یو ځای کړي دي، بیا یې خپل تحلیل ورسره مل کړی او یاد کتاب یې ترې جوړ کړی دی. د ډورانټ دا کتاب هم خورا مهم دی او د بشري تاریخ او فرهنګ په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.

 ویل ډورانټ خپل څیړنیز کار له فسلفې را پیل او په تاریخ یې پای ته ورساوه. هینري ټوماس، د (د فسلفې لویان) په کتاب کې د ویل ډورانټ په اړه لیکي: «په فلسفه کې د هغه تر ټولو لوی کار دا و چې تیت، خواره او سخت نظرونه او انديښنې به یې په ډېره ساده او پوهیدونکې ژبه را اړول. هغه فلسفه له پريښودل شوو او له لاسه وتلو لارو را وایستله. د خاصو او عامو خلکو په لاس یې ورکړه او په خلکو یې ومنله.»

د ډورانټ پنځونو ته په کتو ویلای شو چې د هغه تاریخ د ټولنپيژندنې، فلسفې او تاریخ مجموعه ده. که په بل عبارت ووایو، د هغه اثر د انساني علومو خزانه ده او ویلای شو چې د ابن خلدون له مرګ ۶۰۰ کاله وروسته، ویل ډورانټ دویم ځل تاریخ د ابن خلدون په سبک لیکلی دی. ځکه ډورانټ په ټولو مراحلو کې د ټولنپيژندنې ټولې مهمې نکتې لکه ابن خلدون ښې مراعات کړې دي.

Previous Post

کرنې وزارت: په فاریاب کې نږدې دوو زرو مېرمنو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي

Next Post

ملي دسترخوان؛ ولس تېر ایستل که د جیبونو ډکول؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډاکتر عبدالوکیل خان
څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
رسول باوري
څېرې

رسول باوري

by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
Next Post
ملي دسترخوان؛ ولس تېر ایستل که د جیبونو ډکول؟

ملي دسترخوان؛ ولس تېر ایستل که د جیبونو ډکول؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

سپتمبر 3, 2024
د هېواد په زندانونو کې ۲ زره کسان په حرفوي زده کړو بوخت دي

د هېواد په زندانونو کې ۲ زره کسان په حرفوي زده کړو بوخت دي

اکتوبر 28, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved