د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۸ زره ۲۵۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اونۍ د حیرتانو بندر لارې ۵۸ زره ۴۸۴ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۲ زره ۳۵۴ مټریک ټنه او همدارنګه د تورغونډۍ بندر له لارې ۷ زره ۴۱۶ مټریک ټنه انتقالات شوي، چې په ټولیزه توګه ۷۸ زره ۲۵۴ مټریک ټنه انتقالات کېږي. د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې وړمه اونۍ هم د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۶ زره ۷۶۹ مټریک ټنه انتقالاتو خبر ورکړی و.
































