د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري ویلي چې د افغانستان بانک د وږي میاشتې په ۷مه نېټه د سوېل لوېدیځ زون څخه د افغانیو د دودولو پروسه پیل کړه. په دې زون کې د کندهار، هلمند، زابل، اروزګان او دایکندي ولایتونه شامل دي او د دغو ولایتونو خلکو ته دوه نیمې میاشتې وخت ورکړل شو، ترڅو ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې په افغانیو عیارې کړي او تر هغې وروسته پر سیمهییزو اسعارو باندې راکړه ورکړه ترسره نهکړي. نوري زیاتوي چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
































