په تېرو ۵ ورځو کې د پاکستان له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه افغان کډوال خوشې شوي دي. د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون ویلي، چې دا کسان له دې سره سره په پاکستان کې نیول شوي وو چې قانوني اسناد یې لرل. دغه وزارت په عین حال کې ویلي چې په تېرو ۷ ورځو کې د پاکستان امنیتي ادارو تر ۵۰۰ ډېر اسناد لرونکي او بې اسناده افغان کډوال نیولي دي. پاکستان په وروستیو ورځو کې، په تېره بیا په تورخم کې له نښتې وروسته په خپله خاوره کې د افغان کډوالو نیولو ته زور ورکړی دی.
































