د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني او مل پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې سرپرست حکومت له هیڅ هېواد سره ترینګلې اړیکې نه غواړي او له نورو هېوادونو هم غواړي، چې هره ستونزه د خبرو له لارې حل او ترانزیټي مسایل له سیاست سره ونه تړي. نوموړي زیاته کړې؛ پاکستان باید د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو لړۍ ودروي. په دې لیدنه کې پاکستاني پلاوي ژمنه کړې، چې دې وروستیو کې پر پوله د رامنځته شوې شخړې موضوع به څیړي او راتلونکي کې به د داسې کړنو مخنیوی کوي.
































